fbpx

هند افغانستان ته جنګي‌ هلیکوپټرې ورکوي

هندي رسنۍ  وايي چې هند افغانستان ته څلور نورې جنګي هلیکوپټرې ورکوي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د هند د «ستراتیژیک نیوز انټرنېشنل» په نوم له یوې هندۍ رسنۍ سره  په مرکه کې ویلي چې د دغو څلور «ام آی ۲۵» هلیکوپټرو څخه دوې به یې د روان ۲۰۱۹ کال د مارچ په میاشت کې او دوې نورې به یې د جون او یا جولای میاشت کې افغانستان ته ورسېږي.
ښاغلي‌ محب ویلي”موږ به په مارچ میاشت کې دوې هلیکوپټرې تر لاسه کړو،دا یوه پروسه ده چې وخت به ونیسي، دوې نورې هلیکوپټرې به په جون یا جولای میاشت کې ورسېږي.”
ښاغلي‌ محب هند ته د سفر په مهال د دې هیواد د ملي امنیت شورا له سلاکار اجنېت دووال سره لیدنه کې پر دوه اړخیزه او څو اړخیزو همکارو ټینګار کړی و.
د هند د ملي‌ امنیت شورا سلاکار په دغه کتنه کې له افغانستان سره د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې، سیمه ییزې همکارۍ او په اقتصادي په برخو کې له افغانستان سره د مرستو ډاډ ور کړی و.
افغان چارواکو تر دې مخکې ویلي و چې د دغه هلیکوپټرو رانیولو قرارداد په ۱۳۹۷ کال کې د افغانستان، هند او بلاورس ترمنځ لاسلیک شوی و چې له‌مخې به یې بلاروس څلور «ام ای ـ۲۵» هلیکوپټرې افغانستان ته سپاري.
ویل کېږي چې د دغه هلیکوپټرو بیه چې ۲۰ میلیون امریکايي ډالرو ته رسېږي هند یې ورکوي.
هند د تېرو څو کلونو راپدېخوا له افغانستان سره په پوځي برخو کې د همکاریو ترڅنګ په بیارغنیزو او اقتصادي برخو کې همکارۍ کړي‌ دي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالاتو تر دې مخکې ویلي و چې د افغان هوايي پوځ د لا پیاوړتیا په هدف به تر ۲۰۲۴ کال پورې ۱۵۹ بلک هاک هلیکوپټرې افغانستان ته وسپاري.