fbpx

افغان کډوالو ته باید پاملرنه زیاته کړو

په اسلام آباد کې د افغانستان نوی ټاکل شوی سفیر شکرالله عاطف مشعل له ټولو جنرال قونسلانو غوښتنه کړې، چې پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو ته جدي او پر وخت رسېدنه وکړي.

مشعل په سفارت کې له  مېشتو قونسلانو سره غونډه درلوده او پر ځینو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي

اسلام آباد کې د افغانستان له سفارته په خپره شوې خبرپاڼه راغلي، مشعل پاکستان کې له ټولو افغان جنرل قونسلانو غوښتي چې د افغان کډوالو ستونزو ته په ژر فرصت کې رسېدنه وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې په کراچۍ، پېښور او کوېټې ښارونو کې قونسلانو او د سفارت یو شمېر دیپلوماتانو برخه درلوده  او د قونسلګریو ترمنځ پر همغږۍ او همکارۍ ټینګار وشو.

سرچینه زیاتوي، مشعل، جنرال قونسلانو ته ويلي چې افغان او پاکستاني سوداګر په افغانستان کې پانګونې او د سوداګرۍ ودې ته وهڅوي او په دې برخه کې ورته لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

دغه راز نوموړي په ورته وخت کې له پاکستان سره د دوه اړخیزو ګټو او احترام پر اساس د اړيکو پر لا پياوړي کولو ټينګار کړى دى.