fbpx

یو څلور کسیزه پلاوی پاکستان ته ځي

ټاکل شوې د سولې د عالي شورا د دارالانشا د رییس محمد عمر داودزي په مشرۍ یو څلور کسیزه پلاوی د سولې په تړاو پاکستان ته سفر وکړي.

د شورا ویاند سید احسان طاهري کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې داودزی او ورسره پلاوی به د همدې اوونۍ په نیمايي کې پاکستان ته سفر وکړي، خو کره نېټه یې په ګوته نه کړه.

نوموړي وویل، چې له ښاغلي دوازي سره به په دغه څلور ورځني سفر کې د بهرنیو چارو وزارت یو استازی هم ګډون ولري او دوی به هلته له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان پر سوله خبرې وکړي.

د طاهري په وینا کېدای شي، د سولې د عالي شورا د داردالانشا رییس د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم وګوري او تر ډېره به هڅه وکړي، تر څو پاکستان دې ته واداره کړي، چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي او په سیمه ییزه اجماع کې ورګډ شي.

دی وايي، دا چې د طالبانو د غورځنګ مشران په پاکستان کې اوسېږي نو دغه هېواد کولای شي پر طالبانو د خپل نفوذ له کبله په افغان سوله کې مهم رول ولوبوي او د سولې په پروسه کې د پاکستان جلبول د سولې عالي شورا لومړیتوب دی.