fbpx

۳ لکه ۴۳ زره افغانان په خپل هیواد کې بې ځایه شوي

راپورونه وايي په ۲۰۱۸ م کال ۳ لکه ۴۳ زره افغانان په خپل هیواد کې د جګړو له کبله بې ځایه شوي چې دا تر وړم کال په سلو کې ۳۶ کموالی ښيي.
د ملګروملتو د بشري مرستو د ږغملوونکي ادارې یا اوچا د راپور له مخې، په ۲۰۱۷ م کال ۵ لکه ۱۰ زره ۵۰۰ افغانان د جګړو له لاسه د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شول.
راپورونه وايي چې په ۲۰۱۸ کې د بې ځایه شویو په منځ کې د هغو کسانو شمېر ډېر دی چې د وچکالۍ له لاسه د مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د وچکالۍ له کبله تر ټولو زیات خلک له بادغیس څخه بې ځایه شوي دي.
د کډ‌والو او بېرته راستنېدونکو وزارت د معلوماتو له مخې، د بادغیس او غور ۳۸ زره کورنۍ د وچکالۍ له لاسه د بادغس مرکز قلعه نو او هرات ولایت ته کډه شوي دي.
باید وویل شي چې ملګرو ملتو له وچکالي ځپلو سره د عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.