fbpx

پکتیاوال په قضايي ارګانونو کې د فساد له شتون څخه شکایت کوي

د پکتيا اوسېدونکي او پوليس وايي چې په بېلابېلو پېښو کې ښکېل مجرم کسان په قضايي ارګانونو کې د فساد له امله بېرته خوشې کيږي.
خلک دا د جرمونو د دوام او امنيه قومنداني يې د پوليسو پر مورال د ناوړه اغېز او په دې مهم امنيتي ارګان د خلکو د باور زيانمنېدو عامل بولي.
د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال رازمحمد مندوزی هم وايي چې په قضايي ارګانونو، په تېره څارنوالي کې د فساد له امله نيول کېدونکي تورن کسان يا مجرمين بېرته خوشي کيږي.
مندوزی ياده چاره د مجرمينو د مجازات کېدو او ټولنيز ثبات د ټينګېدو د لارې خنډ يادوي او وايي چې هره اداره بايد د قانون د تنفيذ او خلکو ته د هوساينې لپاره کار او له دوی سره همکاري وکړي.
پر عدلي ارګانونو تور دی چې د مالي فساد سربېره تورنو کسانو ته ځينو استثنايي مادو ته د برابرولو له لارې د خلاصون چاره برابروي.
د پکتيا والي شميم خان کټوازی هم په عدلي او قضايي ارګانونو کې فساد مني او وايي چې د قضايي ادارو فساد يوه عمده ستونزه ده او په دې ستونزه ولسمشر، لويه څارنوالي او نورې اړوندې ادارې خبرې دي.
کټوازي وويل چې په يادو ادارو کې د فساد د مخنيوي هڅې روانې دي، خو په خبره يې ياده ستونزه په کم وخت کې له منځه نشي وړل کېدی.
خو د پکتيا د استيناف څارنوالي مشر څارنمل سيدعنبر پاچا بيا په خپله اداره کې په فساد او پيسو د مجرمينو او په جرمونو کې د ښکېلو کسانو خوشې کېدل نه مني او وايي چې اقدامات يې د قانوني پړاوونو پر اساس دي.
عدلي او قضايي ارګانونه هغه دولتي ادارې دي چې خلک پکې له پراخ فساد او ناسمو پرېکړو څخه زیات شکايتونه لري.