fbpx

د سرو زرو په کان کې ۳۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ

د راپورونو له مخې د بدخشان ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د طلا د یو کان ښویېدو له امله ۳۰ تنه مړه او ۷ تنه نور ټپيان دي.
دا پېښه نن » سهار ۷ بجې رامنځ ته وشوې ده، چارواکې وايي چې د کوهستان ولسوالۍ د سیند په غاړه کې د طلا هغه کان ښویېدلی چې هره ورځ په کې په زرګونو خلک د طلا موندلو په خاطر کار کوي.
د بدخشان د کوهستان ولسوال محمد رستم راغي رسنیوته وویل، چې هره ورځ له سهاره تر ماښامه پورې د کوهستان د سیند په شګو کې تر لسو زرو پورې کسان چې د بدخشان د مختلفو ولسوالیو څخه راغلي په دغه کان کې کار کوي.
هغه وايي چې خلک د سکواټور په ذریعه د سیند د غاړو جغل تر شلو یا ۳۰ مترو پورې ښکته ژوروي او په دغه ژور ځای کې د شګو د مینځلو په ذریعه د طلا ټوټې پیدا کوي.
محمد رستم راغي دا هم وویل چې د بدخشان دغه خلک په دغه سیند کې په غیر قانوني ډول کیندنې کوي او طلا په لاس راوړي، چې هره ورځ یو زرشوی ته له ۵۰۰ افغانیو نیولې تر ۱۰۰۰ افغانیو پورې عاید په لاس ورځي.
د کوهستان ولسوال وویل چې سهار پولیس هم سیمې ته رسېدلي دي او د جسدونو په راویستلو کې له خلکو سره مرسته کوي.
Loading...