fbpx

قریشي: د هند مشران په سیمه کې د سولې روانې هڅې زیانمنوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، پاکستان د افغان سولې لپاره خپلې هڅې په بې سارې توګه ګړندۍ کړې دي خو د هند تبلیغات کولی شي له دې موضوع د پاکستان توجه واړوي. هغه وایي د هند مشران په خپلو بیانیو او مضرو څرګندونو په سیمه کې د سولې روانې هڅې زیانمنوي.

قریشي زیاته کړې پاکستان د نړیوالې ټولنې په اجماع خپل ټول تمرکز افغان سولې ته اړولی دی خو په خبره یې د هند تبلغیات کولی شي له دې موضوع د پاکستان تمرکز منحرف کړي نوموړي ویلي پاکستان هڅه کوي ټول سیمه ییز مسایل له سوله ییزو لارو چارو حل کړي. دا لا روښانه نه ده چې نوموړي د هند پر کومه بیانیه دا غبرګون ښودلی دی.

د یادونې ده چې هند په دې وروستیو کې افغانستان ته د څلورو نورو جنګي چورلکو ورکړې ژمنه کړې ده.