fbpx

سولې شورا: تمه ده د جدې ناسته به د افغانستان په ګډون جوړه شي

ویاند سید احسان طاهري ویلي چې د سولې شورا د دارالانشا رییس عمر داوودزی راتلونکې سې شنبې له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي. د طاهري په خبره دی به هلته د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر، سیاسي او مذهبي رهبرانو سره وګوري.

د سولې عالي شورا ویلي چې د جدې ناستې لپاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې او تمه ده چې دغه ناسته به د افغانستان په ګډون جوړه شي.

د سولې عالي شورا دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې تر دې وړاندې طالبانو په وار وار له افغان حکومت سره له خبرې کولو ډډه کړې ده.