fbpx

مصر کې د بم شنډولو پر مهال چاودنه شوې

د راپورونو له مخې چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه چې مصري پولیسو هڅه کوله ځای پر ځای شوی بم شنډ کړي په پېښه کې یو پولیس افسر وژل شوی او څو نور ټپیان دي د مصر حکومت ویلي په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې پر کلیساګانو بریدونه ډېر شوي دي.

ددوی په خبره مصري پولیس هڅه کوي چې د مذهبي اقلیتونو پر وړاندې روان تبعیض ختم کړي او د هر ډول بریدونو مخه نیسي. څو ورځې وړاندې هم په مصر کې سختدریځو ډلو پر سیالانیانو بریدونه وکړل او څو بهرني سیلانیان یې ووژل.

د مصر حکومت په دې وروستیو کې د وسله والو افراطیانو له سختو ګواښونو سره مخ دی او وخت ناوخت پر حکومتي تاسیساتو بریدونه کوي.