fbpx

ولسمشر غني د روغتیا نړیوال سازمان له رئیس سره وکتل

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روغتیا نړیوال سازمان رئیس سره په کتنه کې په هېواد کې د پولیو پر لمنځه وړلو ټینګار وکړ
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  محمداشرف غني نن مازدیګر د روغتیا نړیوال سازمان رئیس ډاکټر تدروس ادهانوم سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.
خبرپاڼه لیکي غني له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د دې سازمان د دوامدارې همکارۍ قدرداني وکړه او وې ویل، په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې ښه ظرفیتونه رامنځته شوي چې په هیواد کې د روغتیایي سکتور د راتلونکي لپاره هیله بښونکي دي.
ښاغلي غني په ټینګار سره وویل، زموږ لپاره په افغانستان کې د پولیو (ګوزڼ) ناروغي تر ټولو مهمه مسئله ده.
 ولسمشر وویل، سره له دې چې نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د پولیو د لمنځه وړلو لپاره زیاتې منابع مصرف کړي، خو لا هم افغان ماشومان له دې رنځه کړېږي او په دې برخه کې د لازیاتو هڅو اړتیا ده.
په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان رئیس په افغانستان کې د پولیو د لمنځه وړلو په موخه د هڅو د زیاتوالي ډاډ ورکړ او وی ویل، او زیاته یې کړه، د روغتیا نړیوال سازمان به د روغتیا په برخه کې د افغانستان لومړیتوبونو ته په پام خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال ک ده چې له دې مخکې اجراییه رییس عبدالله عبدالله په هېواد کې د پولیو ناروغۍ پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې یې د نړیوالو مرستو د ډېرېدو غوښتنه کړې ده د اجراییه رییس هم پر فیسبوک پاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې عبدالله نن په کابل کې د روغتیا نړیوال سازمان له مشر او اړوندو ادارو سره فوق العاده ناسته کړې ده.