fbpx

بلوچستان کې پر امنيتي چارواکو چاودنې شوي

په  بلوچستان ايالت  کې په  دوو جلاجلا چاودنو کې  د امنيتي ځواکونو د چارواکيو په  شمول اووه  تنه  ژوبل شوي دي.
چاودنې په  پښين او پنجګور سيمو کې شوې دي.
لومړۍ  چاودنه   مرکز کوټې ته  څېرمه  په  پښين ولسوالۍ کې د لېويز پوليسو موټر ته  څېرمه  شوې، چې په  نتيجه کې يې  د چارواکي په  شمول پنځه  تنه  ژوبل شوي دي.
د سيمې ځايي چارواکي وايي،  چاودنه  په  بازار کې تمځای ته  څېرمه  شوې او په کې د لېویز چاراوکي  او لاروي  په  شمول پنځه  تنه  ژوبل شوي،  چې سيمه  يز روغتون  ته  وړل شوي دي.
امنيتي چارواکي د پېښي په اړه پلټنې کوي، خو تراوسه  يې چا پړه نه  ده  منلې.
بله چاودنه  بيا د ايالت  په  ناامنه  پنجګور سيمه  شوې، چې په  نتيجه کې يې د يوه  ملېشه سرتېري په  شمول دوه  تنه  ژوبل شوي دي.
 ياده چاودنه  د سرحدي ملېشو موټر ته  نږدې په  موټرسايکل کې د ځای پرځای شويو چاودېدونکيو توکيو په  نتيجه کې شوې ده.
ملېشه ځواکونو د پېښي ځای ته  تللې لارې تړلې او په  اړه  يې پلټنې پيل کړې دي. که  څه  هم د چاودنې مسووليت  تراوسه  چا نه  دی منلی، خو په  سيمه کې بلوڅ ازادي غوښتونکي وسله  وال فعال  او د حکومت  پرضد وسله واله  مبارزه  کوي.