fbpx

ننګرهار کې له کډوالو سره مرسته وشوه

 ننګرهار له  ۹ سوه داخلي بې ځايه شويو کورنیو د څه باندې دیارلس نیم میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه.
د دې نغدي  مرستې د بانکي چکونو د ورکړې پر مهال د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل، د هېواد په څوارلس ولایتونو کې د یاد وزارت د پرمختیایي بودیجې څخه یې داخلي بې ځایه شوو کورنیو سره په شفاف ډول مرسته پیل کړې ده .
نوموړي زیاته کړه، یاده مرسته د مستوفیت له لارې بانک ته انتقال کیږي او د ګډې ترسره شوې سروې وروسته داخلي بې ځایه شوو کسانو ته یې بانکي چکونه ورکول کیږي،چې په کې د هر ډول فساد مخنیوی شوی دی .
ننګرهار والي حیات الله حیات وویل یاده مرسته کې به هرې بې ځایه شوې کورنۍ ته پنځلس، پنځلس زره افغانۍ نغدي ورکړل شي، ترڅو ورباندې د ژمني موسم ضروري اړتیاوې پوره کړي.
د مرسته تر لاسه کوونکو له ډلې د خوږياڼو ولسوالۍ اوسېدونکی محمد الدين خان وايي، د جګړو له وېرې يې خپل کور کلی پرېښي او اوس د سرخرود ولسوالۍ اړوند شيخ مصري کمپ کې اوسېږي.
هغه غوښتنه وکړه، يادې مرستې دې په شفافه توګه اړمنو کورنيو ته ورسول شي او لکه د پخوا په څېر دې په کې درغلۍ ته زمينه نه برابرېږي.