fbpx

د غزني والو ځوانانو نعره..

د غزني د والیانو مفسده او بي کفایته څیره؟
1- له کله چي وحیدالله کلیمزی غزني ولایت ته د والي په صفت تللي د غزني ولایت حالت ورځ تر بلي دخرابیدو، لورته روان وو، هلته هر څه غیر نارمل روان دي د ولسوالیو د مکمل سقوط نیولي بیا د غزني د مرکز تر سقوطه پوري اوس مهال غزني کاملأ د طالبانو په واک کې ده خو ددغو ټولو بدبختیو سربیره د غزني والي علني غلاوي شروع کړی دي د غزني عام ولس اوس له طالبه دومره نه ځوریږي لکه د والي له غلاو د ولایتی شورا وکیلان هر یو عصمت الله جامرادوال او غلام سخی زابلی بیا وایې چي موږ د والي د غلاو غږ تر هره ممکنه حده اوچت کړیږي خو هیچا پدی هکله مثبت ځواب نده راکړی دوی زیاتوي که مرکزي حکومت غزني ولایت ته توجه ونکړی نو د غزني ولس به نور هم د تباهی کندی ته ولاړ شی.
2- له بلي خوا په غزني مدنی فعالان او قومي مشران هم په والي باندي سختی او توندي نیوکې کوي او ادعا لري چي والي په خلاصه خوله د خلګو څخه د رشوت غوښتنه کوي حاجي عبدالرازق یو قومی مشر ویلی د شیر احمد په نوم یو کس چی بهلول صاحب کې د کور تعدیل درخواست کړی وو، نو والي ورڅخه اویا زره ډالره رشوت واخیست؛
3- دلته د غزني د والي د ځینو غلاو او په فسادککړو څخه پرده پورته کوو،
4- په غزني کیږې والي ټول بي اسنادو، موټر د یوی ورځي له پاره بند کړي وو، چي په یوه ورځ کې یې تر دوه، زره زیات موټرو اسناد وکتلې او له هره موټره یې له پنځو زرو، افغانیو نیولي بیا تر لسو زرو افغانیو بړري پیسی اخیستي
5- د غزني والي د ولایت د راتګ سره سم هغو غلو او مافیایې کړیو ته موقه په لاس ورغله او هغو ته یې زیات ارزښت ورکړل چي په تیره دوره کې له ولایت څخه شړل شوي او منځوي شوی وو چي ښه مثال یې موږ ته د دریو نویو ولسوالانو راوستل وو، لکه فضل الرحمن نظروال؛ چي د ګیرو ولسوال او محبوب چي د خوګیانو ولسوالان دي دا هغه خلک دي چي اوس هم د فساد دوسیی لري
6- د غزني والي د ګنج له پخواني ټیکه دار څخه مخکي تر مخکی پنځه لکه افغانی رشوت اخیستی ده او ورته ویلی دي چي په راتلونکی د ګنج په مزاهده کې به تاسی کامیاب کړو،
7- د غزني والي له شپژو زیات ساختمانی شرکتونو څخه پیسی اخیستی دي او دغه شرکتونه هر وخت سپین دره، الماس بهلول، سپین غر او غزنیوال چي دا شرکتونه هرځای چمتو دي چي د نوموړي په خلاف شاهدي ووایې
8- په غزني کې د بلند منزلونو او مارکیټونو امرونه بند وو، او والي یې په اتیا زره او یو لک دالر، امر ورکوي چي ښه مثال یې حاجي رفیع چي مشهور تجار ده د مارکیت امر یې په اتیا زره دالر ورکړي ده
9- د شهزاده مارکیټ مالک چي د کټواز اوسیدونکی ده د مارکیټ امر یې ورکړي او نوی زره ډالره یې ځیني اخیستی دي
10- تر ټولو لوي شرم یې دادي، چي له قلندریانو سره یې د غزني او زابل لویه شهرا په څوارلس سوه لکه کلداری ټیکه کړي چي محصول یې طالبان راټولوي
11- مولوی ربانی څخه د ددولس لکو افغانیو غوښتنه کړي او ورته ویلي یې دي چي زه به دي د حج او اوقافو ریس کړم
12- د مقر د ولسوالۍ د ترمیم له پاره درویشت لکه افغانی منظوري شوي وی چي ټول ټال څلور لکه افغانی پکشي مصرف شوي او باقي مانده نوری د غزنی والي اخیستی دي چي د مقر ولس ورباندی ښه خبر ده،
ڼوټ: ګلیمزی په کنړ کې د افغانستان د ملی شتمنی چارتراشو د قاچاق بنسټګر وو، او د کنړ ولسونو هم نوموړی والي ته د ملی خاین لقب ورکړي دی…..