fbpx

د ٢٠١٨ کال لوبو کې افغانستان ټولې سترې لوبډلې شاته کړې او لومړى مقام يې خپل کړ

د افغانانو لپاره تاريخي وياړ، څه آسټراليا، څه ساوت افريقا، څه هند، نيوزي لېنډ يا هم نورې لوبډلې، افغانستان ټولې لوبډلې شاته پرېښودې لومړى مقام يې خپل کړ. د ٢٠١٨ کال په شل اوريزو لوبو کې افغانستان لوبډله د فيصدۍ په حساب سره تر ټولو لوبډلو مخکې شوه.

د کرکټ نوموتې وېبپاڼې ESPNCricinfo په خپل يو مطلب کې ليکي، چې د ٢٠١٨ کال شل اوريزو لوبو کې د بريا په حساب افغانستان تر نورو ټولو لوبډلو مخکې دى.

کريک انفو دا لړۍ د لوبو د بريا او بايېلات په حساب راغونډه کړې، چې پکې په تېر کال کې افغانستان ٧ شل اوريزې لوبې ترسره کړي دي او هېڅ لوبه کې يې ماته نه ده خوړلې، يعنې افغانستان خپلې ټولې ٧ لوبې ګټلي دي او په دې حساب سره يې د بريا يا ګټلو فيصدي ١٠٠ فيصده ده.

په دې ليسټ کې دوهم بيا پاکستان دى، چې په ١٩ لوبو کې يې ١٧ په بريا او ٢ په ماته پاى ته رسېدلي دي، نو فيصدي يې ٨٩.٤٧ ده. همدا راز په ٢٠١٨ کال کې هند هم ١٩ شل اوريزې لوبې ترسره کړي، ١٤ کې يې بريا ترلاسه کړې او ٤ کې يې ماته خوړلې، چې فيصدي يې ٧٧.٧٧ ده او په دې ليسټ کې په دريم مقام راغلي.

Afghanistan t20I
ESPNCricinfo

ساوت افريقا هم بيا ٧ لوبې ترسره کړي دي، خو يوازې ٤ يې ګټلي او ٣ يې بايېللي دي، نو په دې لېسټ کې يې ٤م مقام خپل کړى دى او فيصدي يې ٥٧.١٤ ده. ورپسې آسټراليا، سريلانکا، انګلستان، بنګله دېش، ويسټ انډيز او نيوزي لېنډ راغلي دي.

په ٢٠١٨ کال کې د شل اوريزو لوبو په برخه کې تر ټولو زياتې لوبې پاکستان، هندوستان او آسټراليا ترسره کړي دي، درې واړه لوبډلو ١٩، ١٩ لوبې ترسره کړي دي. همدا راز افغانستان او ساوت افريقا بيا ٧، ٧ لوبې ترسره کړي دي.

په ٢٠١٨ کال کې افغانستان ټولې ٧ شل اوريزې لوبې ترسره کړي، ټولو لوبو کې يې بريا ترلاسه کړې او او نه ماتېدونکې لوبډله ثابته شوې ده، په دې سره افغانستان لوبډلې ښکاره کړه، چې د لويو لويو لوبډلو لپاره به ډېره خطرناکه ثابته شي.