fbpx

روان کال به ایران ۷۰۰ بندیان افغانستان ته وسپاري

ایراني رسنۍ خبرې ورکوي چې ایران ۲۳۰ تنه په جرمونو محکوم شوي افغان بندیان افغانستان ته سپاري.
دا خبرې د ایران د عدلیې مرستیال وزیر محمود عباسې کړي، نوموړي  ویلي چې، دا بندیان د هغې موافقې له مخې افغانستان ته سپارل کېږي چې ۲ میاشتې پخوا په تهران کې د بندیانو د استرداد په اړه د دوو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شوه.
د ایرنا د راپور له مخې، عباسي همداراز وویل چې د روان لمریز کال تر پایه به ایران افغانستان ته ۷۰۰ بندیان وسپاري.
د ده په وینا اکثره افغان بندیان د نشه يي موادو او یا ایران ته د غیرقانوني اوښتو په جرمونو نیول شوي دي.
د ایران د عدلیې مرستیال وزیر وايي چې افغان بندیان به د خپل قید پاتې موده د افغانستان په محبسونو کې تېره کړي.
د دغه ایراني چارواکي په وینا دا بندیان د ایران د فعالې دیپلوماسۍ په نتیجه کې افغانستان ته استول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې افغانستان یو شمېر ایراني مجرمان له نیولو وروسته ایران ته سپارلي دي.
Loading...