fbpx

بشري حقونو کمیسیون د تیرکونکي ریس لپاره مجازات غوښتي

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون د فوټبال فدراسیون د تر څار لاندي نیول شوي ریس لپاره د سختو مجازاتو غوښتنه کړي ده.

کرام الدین کریم چې دنده یي ځنډول شوي او اوس له څلورو نوروکسانو سره له ملکه ممنوع الخروج دی له څه باندي دوو اونیو راهیسي په ښځينه یو شمیر فوټبالرانو د جنسي تیري په تور د څارنوالۍ تر پوښتنو لاندي دی.

د بشر دحقونو د کمیسیون مشرې سیما ثمر ویلي چې  که چیرته په کرام الدین کریم تورونه ثابت شي او دی پړ وګڼل شي نو باید ورته سخته جزا ورکړل شي.

هغه وایي دغه ډول سرغړوني د افغانستان په ښځو او هغو مخکښو اتلانو منفي اغیز اچوي کومي چې د افغانستان د بیرغ د رپولو لپاره خواري باسي.

په خټه پنجشیری کرام الدین کریم له څه باندي د لومړي ځل لپآره د خالدې پوپلزی په نامه یوې افغان فوټبالري د جنسي تیري تورونه ولګول چې وروسته بیا د تورونو شمیره وخته او ولسمشر غني او د فیفا نړیوال سازمان یي سخت په غوصه کړل.

ویل کیږي لوی څارنوالۍ ته په غټ شمیر کې هغه اسناد سپارل شوي چې ښيی کرام الدین کریم په یو شمیر باکره فوټبالرو نجونو جنسي تیری کړی او ځيني يي په مرګ ګواښلي دي.

م. جلالزی

Your SEO optimized title page contents