fbpx

کونړ کې ۲۷۰۰۰ ماشومان د پولیو له څاڅکو پاتې دي

روغتیايي مسوولین وايي په کونړ کې ۲۷۰۰۰ ماشومان له تېرو څو میاشتو راهیسې له واکسین محروم پاتې دي.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر عزیز ساپي وايي۲۷ زره هغه ماشومان له واکسین کولو پاتې دي چې داعش هلته حاکم دي او ۳۰۰۰ هغه ماشومان له واکسین کولو پاتې دي چې د طالبانو ځینې ګروپونه یې مخالفت کوي.”
د ساپي په خبره  د کونړ په شپږو ولسوالیو کې د داعش ډله فعاله ده چې له حکومتي ولکې په څنګزنو سیمو کې د واکسین پر وړاندې مخالفت کوي.
په همدې حال کې د کونړ د کتلوي معافیت مشر مسول ډاکټر محمد اسحق وايي چې قومي مشرانو هلې ځلې پیل کړي چې وسله والو ته قناعت ورکړي چې په دغو سیمو کې واکسین ته اجازه ورکړي.
د کونړ ولایت ځايي اوسېدونکي وايي چې مخالف وسله وال دې د کوچنیانو ژوند په خطر کې نه اچوي او باید واکسیناتوران پرېږدي چې ماشومانو ته واکسین ورسوي.
د راپورونو پّ اساس تېر ميلادي کال د افغانستان په کچه د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې وې چې درې یې د کونړ په ولایت کې دي. په کونړ کې چارواکي وایي هر کال باید لږ تر لږه ۱۶۸۰۰۰ ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین وشي او سږکال هم همدومره ماشومان په پام کې نیول شوي وو.
یاده دې وي چې تر اوسه داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي، خو خلکو ته ډېرې اندېښنې راولاړې دي، وايي که یې ماشومانو ته واکسین ونه رسېږي نو ممکن په فلج اخته شي.