fbpx

د یوه قوماندان په ګډون ۲۸ وسله وال وژل شوي

فاریاب کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د یوه قوماندان په ګډون ۳۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان ځواکونو پرون د فاریاب ولایت په المار او قرغان ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد ځمکني او هوايي عملیات کړي دي.

خبرپاڼه کاږي په دې عملیاتو کې د یوه قوماندان په ګډون ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویلي له دغه طالبانو څخه ۱۴ تنه د المار ولسوالۍ د جیلګیلدي، قره غولي او دیوانه خانې په کلیو کې وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه وايي، دغلته په وژل شویو طالبانو کې د امان الله په نوم د هغوی یو سیمه ییز قوماندان هم شامل دی.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې ۱۴ نور طالبان بیا د قرغان ولسوالۍ د میرآباد په کلي کې وژل شوي، دوه تنه ټپیان او یو پټنځای یې له منځه وړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې د عملیاتو پر مهال د افغان ځواکونو او ولسي وګړو د زیان په اړه څه نه دي ویلي شوي، خو وايي، د طالبانو پر ضد عملیات ګړندي شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.