fbpx

د طالبانو ولسوال او سرې قطعې قوماندان وژل شوي

فاریاب ولایت کې د وژل شویو طالبانو په ډله کې د هغوی یو ولسوال او د سرې قطعې یو قوماندان هم شامل دي.

په شمال کې  ۲۰۹ شاهین  قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې افغان ځواکونو پرون په المار او قرغان ولسوالیو کې ۲۸ طالبان وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

دفاع وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه خپر تایید کړی خو ویلي یې دي، په المار او قرغان ولسوالیو کې ۳۱ وسله وال وژل شوي او څأور نور ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه وايي، په وژل شویو طالبانو کې د د المار لپاره د طالبانو ولسوال ملا سرور او د سرې قطعې قوماندان مولوي حبیب الله هم شامل دي.

بلخوا سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو دایکنډي ولایت کې پر ځینو امنیتي پوستو بریدونونه کړي و چې له ماتې سره مخ او پر شاه وتمبول شول.

د دایکنډي والي سید انور رحمتي ویلي طالبانو د کجران لسوالۍ د کندوی په سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل.

نوموړي زیاته کړې طالبان د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او تر دوه ساعته جګړې او څلور طالبانو تر وژل کېدو وروسته په شاه وتمبول شول.

د دایکنډي والي وايي، په نښته کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Loading...