fbpx

ننګرهار کې د یو موټر بم مخه ونیول شوه

د ملي امنیت ځواکونو په ننګرهار کې موټر بم نیولی دی.
د ملي امنیت ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه موټر بم یې په روداتو ولسوالۍ کې نیولی دی.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې موټر بم د پېښور شورا په لارښوونه د لالپورې ولسوالۍ په چکنور سیمه کې چمتو شوی و.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د غني خېلو لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال سیف الله کوچي غوښتل چې موټر بم برید پر افغان ځواکونو وکړي.
طالبانو د شوې ادعا په اړه څه نه دي ویلي
Loading...