fbpx

۶۷ تنه محصلین په لوګر کې له لوړو زده کړو فارغ شول

سږکال په لوګر کې ۶۷ محصلینو چې ۹ تنه پکې نجونې وې د فراغت سندونه تر لاسه کړل.
له لوګر پوهنتون څخه د محصلینو فراغت د دغه ولایت د اوسېدونکو او محصلینو له پراخ هرکلي سره مخ شو.
ددې پوهنتون رییس عبدالناصر ستانکزي د محصلین په فراغت خوښي ښيي .
د تېرو کلونو په ترڅ کې د لوګر ولایت په دولتي ادارو کې د لسانس ښځینه کار کوونکو تشه تر ډېر محسوس وه خو اوس له لوګر پوهنتون څخه د ښځینه محصلینو تر فراغت وروسته به دا ستونزه حل شي.
ددې پوهنتون استاد وحیدالله عبدالرحیمزی وايي، چې اوس به دا ستونزه تر ډېره پورې د نوې فارغه نجنو په فراغت سره  هواره شي.
لوګر پوهنتون دا مهال د ۱۱۰ نجونې په ګډون ۶۰۰ محصلین لري چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په ۴ څانګو کېمیا، بیولوژي، فزیک او ریاضي کې زده کړې کوي.
Loading...