fbpx

په لوګر کې د اوبو یو کانال په اساسي ډول جوړ شو

په لوګر کې د بابوس په نوم د اوبو کانال د ۴۶ کېلو متره په اوږدوالي په اساسي او پاخه ډول جوړ شو.

نن د دوشنبې په ورځ د ولسي تړون د برنامې ځايي مشر ظفر خان وویل، د بابوس ویاله چې ۴۶ کېلو متره اوږدوالی لري او اوس په اساسي ډول جوړه شوې، سربند يې په برکي برک ولسوالۍ کې دی.

د ده په وینا، د یادې ویالې تخنیکي او د سروې چارې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې ترسره شوې، خو ودانیز کارونه يې په ۲۰۱۷ کال کې پیل شول چې دا مهال په بشپړېدو دي.

په لوګر کې د کلیو پراختیا او ولسي تړون پروګرام ادارې وایي، دا مهال په دغه ولایت کې د اوبو د ۴۱ نورو کانالونو د جوړولو چارې هم روانې دي چې نږدې راتلونکي کې به بشپړې شي.

لوګر د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې د مېوو، ترکاریو او غلو دانو له اړخه، د پام وړ کرنیز پیداوار لري او یو شمېر مېوې يې پر داخلي مارکېټونو سربېره ګاونډیو هېوادونو ته هم صادرېږي