fbpx

تر څو چې د طالبانو سرچینې نه وي پیدا شوي عملیات به دوام ولري

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید  وایي، د وسله‌والو طالبانو په وړاندې تهاجمي  عملیات به تر هغو روان وي چې د دې ډلې جنګي ماشین کمزوری او مالي سرچینې وچې شي.

د دې وزارت ویاند غفور احمد جاوید وویل چې د هېواد امنیتي ځواکونه اوس له دفاعي حالته وتلي او تهاجمي بریدونو ته‌یې مخه کړې ده.

ښاغلي جاوید زیاته کړه چې د وسله‌ والو طالبانو په وړاندې هوایي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو ښه نتیجه ورکړې ده .  هغه زیاتوي دفاعي ځواکونه اوس له دفاعي حالت څخه وتلې دي ، ځکه اوس هوایې بریدونه زیات شوي دي  د کمانډویانو عملیا زیات شوي تصفیوي عملیات هم پیل شوي اوس مهال د ننګرهار د پاکېدو وروسته ځواکونه په هلمند،  فاریاب ، غزني او میدان وردګو ولایتونو کې په عملیاتو بوخت دي.

د دفاع وزارت ویاند دا ومنله چې په ځینو عملیاتو کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي او یو علت‌یې هم دا دی چې وسله‌وال طالبان د خلکو له کورونو د ډال په توګه کار اخلي