fbpx

يونس قانوني حنيف اتمر رسوا کړ

د جمعيت ګوند مشر غړي او پخواني مرستيال ولسمشر يونس قانوني راروانو ولسمشريزو ټاکنو ته احتمالي نوماند حنيف اتمر رسوا کړ او د هغه له خوا ورسره کړې ژمنې يې خلکو ته په ډاګه کړې.

د آريانا نيوز په نوم يوه ټلويزيون د يونس قانوني يو غږيز کليپ خپور کړى دى، چې پکې نوموړي ويلي دي، ګوند يې دا ځل د حکومت د جوړښت په بدلون ټينګار کوي او د هر هغه کانديد ملاتړ به وکړي، چې د دوى بنسټي غوښتنې ومني.

نوموړى په دغه غږيز پېغام کې وايي، چې موږ د ولسمشر لپاره درې مرستيالان غواړو، اجراييه رياست په لومړي وزارت (صدارت) بدلول غواړو او همدا راز واکونه يې بايد معلوم شي، او بلخوا بايد واليان نيمه انتخابي شي، دغه زموږ بنسټي غوښتنې دي او هر څوک چې يې مني، موږ يې ملاتړ کوو.

په دغه غږيز کليپ کې يونس قانوني وايي، چې ولسمشر اشرف غني يې د حکومت د جوړښت سخت مخالف دى، خو حنيف اتمر ورسره منلى دى، نو ځکه دوى اوس غواړي چې د حنيف اتمر ملاتړ وکړي. هغه همدا راز زياتوي چې صلاح الدين رباني د ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړى دى، خو د جمعيت ګوند رهبري شورا او نور مشران غړي يې له موږ سره دي.

د يونس قانوني د دې غږيز کليپ په راوتلو سره ګڼ شمېر افغانانو پرې غبرګون ښکاره کړى، چا د يونس قانوني پر ضد پوسټونه کړي او ځينو بيا د حنيف اتمر پر ضد ليکلي دي.

تمه ده چې ولسمشريزې ټاکنې به د جولاى په مياشت کې ترسره شي، چې د نورو تر څنګ دا ځل د ملي امنيت پخوانى سلاکار حنيف اتمر هم د ولسمشر غني پر ضد ولاړ دى او ويل کېږي چې د اشرف غني سخت سيال دى.