fbpx

فراه کې د اوبو لپاره د ایران جګړه

طالبانو تېر کال  په پراخو بریدونو سره د څوو ساعتونو له‌پاره  د فراه ښار ځېنې ځایونه ونیول؛ خو له څوو ساعتونو سختې نښتې وروسته د (۳۰۰ تنو په وژل کېدو او لسګونو په ټپي‌ کېدو) تېښتې ته اړ شول.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له سقوط وروسته دې ډلې دوه کاله مخکې پر کندوز ښار هر اړخیز بریدونه وکړل، دا ښاری یې د څوو ساعتونو له‌پاره ونیولو او دا دویم ځل دی چې دا ډله د یو ولایت د یو مرکز څو برخې نیسي.

که څه هم طالبانو په بشپړ ډول د فراه ښار ونه نیولو؛ خو د څوو ولسوالیو نیول او پر فراه ښار پراخ بریدونه دا ګومان رښتیا ته نږدې کوي چې طالبان د نورو هېوادونو له مرستې او کومک پرته په یوازې ځان د ولسوالیو نیولو او د یو ولایت په مرکز د پراخ برید توان نه‌لري.

یو له‌دې هېوادونو چې ګومان کېږي له طالبانو ملاتړ کوي؛ ایران دی. هغه هېواد چې په افغانستان کې د ناټو په ځانګړي ډول د امریکايي ځواکونو په اړه خوښ نه‌دی. په‌ همدې اساس له یوې خوا طالبانو ته د پوځي تجهیزاتو او مالي منابعو له تضمینولو سره غواړي چې د امریکايي پوځیانو په حضور کې خنډ پیدا کړي او له بلې‌خوا د ایران په شرقي ولایتونو کې د اوبو د کمښت په تړاو په افغانستان کې د طالبانو په‌واسطه نا امني راولي چې افغان حکومت باندې فشار راشي او خپلې غوښتنې پرې تحمیل کړي.

فراه د هېواد په غرب کې له ایران سره ۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري. په‌دې پوله د افغان حکومت نه کنټرول، ایران ته په افغانستان کې د مداخلې ښه زمینه برابره کړې چې د طالبانو په ملاتړ سره امریکايي ځواکونه او افغان دولت له ستونزو سره مخ کړي. کالونه کېږي چې ایران د هلمند او هریرود سیندونو د اوبو د کمښت او وچ‌کالۍ له امله د افغانستان له سرحد سره په نږدې سیمو کې د اوبو له کمښت سره مخ دی. ایراني چارواکي د هلمند او هریرود سیندونو باندې د افغان دولت له لوري د سلما، کجکي او بخش‌اباد بندونو له جوړولو خوشاله نه‌دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف څو ورځې مخکنۍ خبرې کړې وې چې ګواښوونکی لحن یې لرلو؛ دا خبرې ښيي چې ایران په ختیځو سیمو کې د اوبو له جدي کموالي سره مخ دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې له افغانستان سره د هلمند له سینده د ایران د اوبو حق په اړه هوکړې ته ونه رسېد؛ ګواښ یې وکړ چې ایران له متقابل عمل پرته بله لار نه‌لري. هغه وویل: «اوس یو مسیر پاتې کېږي چې هغه متقابل عمل دی؛ د افغانستان له‌پاره د ځېنو حوزو په برخه کې به د سخت‌ګیرۍ په تړاو اقدام وکړي. لذا له افغان دولته غواړو، مخکې له‌دې چې موږ په متقابل عمل لاس پورې کړو؛ زموږ حق او قانوني اړتیاوې په پام کې ونیسي.» څو میاشتې مخکې د ایران د رهبر پوځي مشاور یحی رحیم صفوي «د اسیا په لویدیځ کې د اوبو ډیپلوماسي او هیدروپولیټیک فرصتونه» تر نامه لاندې یوې غونډې کې وویلي وو چې ایران له څوو ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو ګډې اب‌ریزې حوزې لري چې دا اب‌ریزې د ایران او ګاونډیو ترمنځ د تعامل او ستونزو لاملېدلی شي. هغه په ځانګړي ډول د افغانستان نوم اخیستی چې امریکا په افغانستان کې د خپل حضور او په افغان حکومت د فشار له لارې غواړي د اوبو شریکو حوزو پر سیاستونو اغېز واچوي. هغه خبرداری ورکړی و چې افغانستان به په راتلونکي کې د اوبو پر سر د لانجو سرچینه وي.

 

د ایران د لوړپوړیو چارواکیو ښکاره خبرداری، وړاندیزونه او د ایراني تیوریسنانو میکانیزمونه افغان حکومت ته د سختو او نرمو وسایلو استفادې په اړه ګوندي دا واقعیت وي چې د ایران حکومت پر افغان حکومت د فشار راوړلو له‌پاره له ټولو وسایلو کار اخلي چې د هېواد په لوېدیځو ولایتونو کې ناامني یې یو له هغو ده.

پردې سربېره د هېواد سیاسي او امنیتي چارواکي او د ناټو پوځي قوماندانانو په وار ـ وار ایران د طالبانو په ملاتړ تورن کړی. د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزی او لوی درستیز شریف یفتلي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ایران له طالبانو پوځي او مالي ملاتړ کوي. د فراه ولایت پخوانیو والیانو اصف ننګ او عارف‌شاه جهان هم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو چې روسیه طالبانو ته وسلې او تجهیزات ورکوي او ایران په‌خپلې خاورې کې طالبانو ته د روزنې مرکزونه جوړ کړي‌دي.

د ایراني چارواکیو خبرداري او له طالبانو د ایران د ملاتړ په اړه د افغان چارواکیو څرګندونې دا شک تقویه کوي چې ایران د افغانستان د لوېدیځو سیمو د ناامنه کولو په لټه کې دی او د فراه ولایت وروستی حالت هم په‌دې موضوع پورې اړه لري.

 

واقعیت دا دی چې د ۴ لسیزو جګړو او ناامنیو له امله د هېواد سیندونه مدیریت نه‌شول او ټول اوبه ګاونډیو هېوادونو ته تللې او دغه کار د ګاونډیو هېوادونو تمه لا زیاته کړه. خو د نوي نظام په رامنځه کېدو اړتیا ده چې د هېواد سیندونه او اوبه مدیریت شي؛ په‌دې دلیل د پرلپسې وچکاليو له امله د سیندونو اوبه کمې شوې‌دي او ان افغانستان د اوبو په برخه کې خپله اړتیا نه‌شي پوره کولی. په همدې اساس، افغان حکومت باید د افغانستان اوبه مدیریت کړي او پر روانو اوبو د بندونو په جوړولو سره د هېوادوالو د اوبو او برېښنا اړتیا پوره کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال خبره هېڅ منطق نه‌لري چې دی وايي، تر ۲۰۲۵ کال پورې د ایران له سترو سیاستونو یو هغه له ایرانه بهر د اوبو وتلو مخنیوي دی؛ خو له افغانستانه بیا د ۵۰مې لسیزې د هوکړې عملي کېدو غوښتنه کوي او له‌دې پرته به ایران متقابل عمل وکړي. له افغانستانه د ایران غوښتنه چې د ۵۰ لسیزې پر هوکړې عمل وکړي او په هماغه اندازه ایران ته اوبه ورکړي؛ په اوسني وخت کې شونې نه‌ده؛ ځکه چې ۵ لسیزې مخکې د اوبه کچه زیاته وه او د اوس په شان به په سیمه کې وچکالي نه محسوسېدله، له بل لوري د جمعیت کموالي او د ټکنالوژۍ نه پرمختګ له امله پر اوبو د بندونو او برېښنا انرژۍ جوړېدو اړتیا نه‌وه.په همدې دلیل د وخت افغان حکومت د ایران د وخت حکومت سره هوکړه وکړه چې د افغانستان له اړتیاوو اضافه اوبه دې ایران ته ولاړې شي؛ خو د شرایطو په بدلون امکان نه‌لري افغانستان پر هغې هوکړې ودرېږي او منل یې امکان ورته شونې نه‌دي.

 

بناً غوره ده چې دواړه هېوادونه د مذاکرې لاره ونیسي؛ ځکه چې سرحدي مناقشې په ځانګړي ډول د دوو هېوادونو ترمنځ د سرحدي اوبو موضوع یوازې د خبرو او مذاکرو له لارې د حل وړ دي. د نورو لارو ـ چارو کارونه په ځانګړې توګه د وسله‌والو مخالفو ډلو ملاتړ کول د خپل سیاسي او اقتصادي موخو له‌پاره د حل لاره نه‌ده او دا چاره یوازې او یوازې په سیمه کې بحران او کړکېچ زیاتوي

م. ج