fbpx

د بلخ او اروپا تر منځ بی ساری هوايي ډهلیز پرانیستل کیږي

حکومت پلان لري چې د افغانستان شمالي مهم ولایت بلخ د هوا له لاري له اروپا سره ونښلوي.

دغه کار د سوداګرۍ د غوړولو لپآره تر سره کیږي.

که چیرته دغه پروژه بشپړه شي له مزار شریف نړیوال هوایي ډګر څخه به په نیغه توګه اروپا ته  سوداګریزي الوتني پيل شي.

په مالي او بانکي چارو کې د ولسمشر د سلاکار دفتر وايي، په راتلونکیو دوو ورځو کې به د مزارشریف له هوايي ډګره اروپايي هېوادونو ته د هوايي دهلېزونو له لارې د مېوو او نورو سوداګریزو توکیو لېږد پیل شي.

د دغه دفتر نطاق سمیر رسا وايي، اوس د افغانستان مېوې او نور سوداګریز توکي د هوايي دهلېزونو له لارې ۳۳ اروپايي او ۵۰ عربي او او اسیایي ښارونو ته لېږدول کېږي او غواړي دا کچه نوره هم ډېره کړي.

د رسا په وینا، دوه ورځې وروسته به د مزارشریف له هوایي ډګره، اروپايي هېوادونو ته د سوداګریزو توکیو د لېږد لړۍ پیل شي چې په لومړۍ الوتنه کې به یې پنځه ټنه وچه مېوه ولېږدول شي.

نوموړی زیاتوي، په نږدې راتلونکي کې به په هرات کې هم هوايي دهلېز جوړ او افغاني مېوې او توکي به بهرنیو هېوادونو ته ولېږدول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هوایي په هېواد کې د هوايي دهلېزونو له جوړېدو راهیسې د څه باندې سل میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت، ۵۴۰۰ ټنه بېلابېل سوداګریز توکي له کابل نه د اروپایي، اسیایي او عربي هېوادونو بازارونو ته لېږل شوي دي.

میرویس جلالزی