fbpx

رسنۍ: د کاناډا لومړی وزیر افغانستان کې لیدل شوی

د کاناډا یوې رسني راپور ورکړی چې د دغه هیواد لومړی وزیر جستن ترودو ته ورته یو کس په افغانستان کې موندل شوی دی.

ترودو له ۲۰۱۵ کال راهیسي د کانډا د لبرال ګوند په استازي توب دغلته لومړی وزیر دی.

هغه د کاناډا اقتصاد او سیاست ته ډیر پام کړی او د دغه هیواد بهرنۍ پالیسي یي ډیره متعادله ساتلي او د ملک دننه یي خلک سخت ملاتړي دي.

نوموړۍ د کاناډا ځوان لومړی وزیر دی خو اوس په جنګ ځپلي افغانستان کې چیرته چې یو مهال کاناډا سرتیري درلودل د نوموړي هم څیره پیدا شوی دی.

دغه ځوان ښايي تر ترودو په عمر کم وي خو داسي کمال لري چې توردو یي حتی فکر هم نه کوي.

یاد افغان سلام فتون نومیږي چې د طلوع ټلویزیون د سندرو په سیالۍ خپرونه ( افغان ستوری) کې سندري وایي.

سلام مفتون د بدخشان دی او سیمیزي فلکلور سندري وايي.

کاناډایي ډیلي هایوي ورځپاڼي نن رپوټ ورکړی چې ترودو تر اوسه هم خبر نه دی چې دی په افغانستان کې ځان ته ورته یو غبرګولی ورور لري.

دغه رپوټ په کاناډايي ټولنیزو رسنیو کې ټوله ورځ ښکته او پورته کیده او یوه ګرمه موضوع وه.

میرویس جلالزی