fbpx

هلمند کې ۴ وسله وال وژل شوي

کندهار ولایت مقام  څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د ځانګړو ځواکونو ( ۰۳ ) قطعې په هلمند ولايت کې د ګرمسیر ولسوالۍ اړوند د بازار په سيمه کې عمليات ترسره کړي
چي په پايله کې يې ۴ تنه وسله وال وژلی او ۲ شکمن کسان ژوندي نیولي دي، همدارنګه يې د مخالفينو يو شمېر اطاقونه، ۲ دوکانونه او يو ګمرک چي د ملکي وګړو د موټرونو څخه به يې پکښي پيسې اخيستې له منځه وړي دي.
په دغه عملياتو کي افغان ځواکونو ۱۴ عرادې موټران او ۲۰ عرادې موټرسيکلان هم د وسلوالو مخالفينو څخه نيولي او له منځه يې وړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.