fbpx

پولیسو ۸ مجرمان نیولي

د کورنیو چارو وزارت له خوا د یو شمېر مجرمانو د نوملړ تر خپرېدو وروسته پولیسو په کابل کې ۸ مجرمان نیولي.

دغه کسان چې په ډول ډول  جرمونو تورن او تر څار لاندې و، له تېر ماښام راهیسې د خلکو په مرسته د کابل په بېلا بېلو برخو کې نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د دغه کسانو د نیولو تر څنګ د ځینو مجرمانو د پخپله پولیسو ته د ځان سپارلو پخلي هم کړی دی.

یاد وزارت وايي، د دغه لېست د خپرولو وروسته یو شمېر مجرمانو باندې لار ورکه او د خوندي پټنځای په لټه کې دي، خو په خبره یې له پولیسو په خلاص نه شي او په هره ځاله کې چې وي تر راباسي به یې او قانون ته به یې سپاري.

پرون هم یو مجرم د خپلې مور پر وړاندې کورنیو چارو وزارت ته ځان سپارلی وو.

کورنیو چارو وزارت درې ورځې وړاندې د لسګونو هغه کسانو نوملړ خپلو کړ، چې په غلا، قتل، انسان تښتونکې او نورو جنايي پېښو کې یې لاس درلود.