fbpx

اریانا او کام ایر هوايي شرکتونه په نړۍ کې تر ټولو غیر مصوون په ګوته شوي

د هوايي شرکتونو د ډلبندۍ د یوې ادارې له خوا اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونه په نړۍ کې تر ټولو غیر مصوون په ګوته شوي دي.

دغه ادارې د نړۍ د ۴۰۵  هوایي شرکتونو په اړه معلومات راټول کړي دي، چې په کې تر ټولو غیر مصوون شرکتونه آریانا افغان او کام اېر هوايي شرکتونه ښودل شوي دي.

دغه اداره وایي په نړۍ کې یې شل داسې هوایي شرکتونه په ګوته کړي چې تر ټولو مصوون او د باور وړ دي، خو تر څنګ یې ۱۰ داسې شرکتونه هم شته چې د نړۍ تر ټولو غیر باوري او نا مصوون شرکتونه دي.

په دغه لسو نا مصوونو شرکتونو کې د اریانا افغان هوايي شرکت او همدا راز په افغانستان کې فعال خصوصي شرکت کام ایر شامل دي.