fbpx

اروزګان کې ۳۵ وسله وال وژل شوي

ملي دفاع وزارت اروزګان ولایت کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی .

ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې افغان ځواکونو په خاص اروزګان، دهراود او چارچینو ولسوالیو کې عملیات کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت زیاته کړې، د طالبانو درې عرادې موټر، پنځه عرادې موټر سایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.