fbpx

امنيت او اصلاحاتو راوستل مې لومړيتوب دي

د اروزګان نوى ټاکل شوی امنيه قوماندان وايي چې د قانون پلي کولو او د پوليسو په ليکو کې  اصلاحاتو ته ژمن دى.
مل پاسوال محمد عظيم هاشمي چې څو ورځې مخکې د کورنیو چارو وزارت له خوا د اروزګان د امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوى و، رسماً کار پيل کړ او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
هاشمي د پېژندنې مراسمو ته وويل، غواړي د اروزګان ولايت نا امنيو کې مثبت راولي او د اصلاحاتو لپاره کار وکړي.
هغه وويل، د پولیسو په ليکو کې به اصلاحات راځي، د اړوندو ارګانونو ترمنځ همغږي زياتوي او غواړي چې د دغه ولایت هر پولیس د يو خادم په توګه ټولنې ته خدمت وړاندې کړي.
هاشمي له اروزګاني اوسېدونکو وغوښتل چې ورسره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې چې د اروزګان والي څو ورځې مخکې ويلي وو چې د دغه ولايت پوليس نه ملي دي او نه هم مسلکي.
والي اسدالله سعيد نوي امنيه قوماندان ته د ښه راغلاست تر څنګ ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره به ورسره بشپړه همکاره وي.
هغه له نوي امنيه قوماندانه وغوښتل چې خپلې ژمنې عملي کړي.