fbpx

ډونالډ ټرمپ او نرندرا مودي د افغانستان په هکله پر همکاریو خبرې کړې

د امریکا ایالتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ او د هند لومړي وزیر، نرندرا مودي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ترڅنګ د افغانستان په هکله د همکاریو پر زیاتوالي هم خبرې کړې دي.
سپینې ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دواړو لورو په ټلفوني اړیکه کې د امریکا او هند ترمنځ د سوداګریز کسر په اړه هم بحث کړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي دي:«مشرانو هوکړه کړې څو پ۰ ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې د هند او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د ستراتیژيکو همکاریو پر پیاوړتیا او همداراز د هند او امریکا ترمنځ د سوداګریز کسر پر کمښت، د هند په اقیانوس کې پر ټیکاو او امنیت او همداراز د افغانستان په اړه د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.»
اوس مهال امریکا له هند نه د فولادو او المونیمو د واردولو بیه راکمه کړې ده چې امریکا کې د سوداګریز کسر کمښت او د کارموندنې پياوړتیا په موخه د ټرمپ د هڅو یوه برخه ده.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلې کابینې په یوې غونډه کې وویل امریکا نه بلکې پاکستان او روسیه باید په افغانستان کې وجنکېږي نه امریکا.