fbpx

د سیمييزې موسقی سندرغاړی احمدالله جان کندهاری ومړ

د کندهارد سیمييزې موسقی سندرغاړی احمدالله جان کندهاری له دې فانی دنیا وکوچید، دغه ځلانده ستوری او د کندهارۍ سندرو خوږ ژبی سندرغاړی تيره ورځ په کندهار کې د ور پېښې شوې ناروغی له کبله ساه ورکړه، احمد الله جان کندهارۍ په ټیټي احمد الله مشهور و. اروا ښاد د تیرو ۲۵ کلنو راهیسي سندرې ویلي چې د سندرو ډيره برخه يې د افغانستان بیا په ځانګړې توګه د کندهار ښکلا او کندهاري ولس میړانې او غیرت ته ځانګړې وه.
د احمد الله جان د سندرو ثابت شمير ندی معلوم؛ خو ویل کیږي چې په زرګونو سندرې يې يې ثبت کړې وې، ارواښاد د ژوند ۵۷ پسرلیه ګل کړي و چې اوس زموږ په منځ کې نشته.
د احمد الله په سندرو کې د ده تصویر په نشت حساب دی، نیږدې ټولې سندرې يې اډیو يي دي.
د نومړي یوه مشهوره سندره په لاندې بیتونو پیلیږي.
ښار کندهار څه عجب ښار دی، د احمدشاه بابا مزار دی،
دا سندره د احمدالله کندهاري تر ټولو مشهوره سندره ده.