fbpx

۲۵ طالبان او داعش سولې بهير سره يو ځای شول

ننګرهار ولايت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  ملي امنيت رياست په هلو ځلو ۱۶ وسله وال طالبان سولې بهير سره يو ځای او همدا راز ۹ داعش وسله وال خپلو يو شمېر وسلو سره تسليم شول
د خبرپانې د معلوماتو له مخې يادو وسله والو مخالفينو د ننګرهار ولايت په اچين، هسکې مېنې، پچيراګام، خوږياڼو، غني خېلو او خوږياڼو ولسواليو کې  دولت ضد فعاليتونه ترسره کول، چې له ډلې يې د دوو قومندانو په ګډون ۱۶ وسله وال طالبان او د يو قومندان په ګډون ۹ نور داعش وسله وال دي.
يوځای شويو وسله والو پر خپلو کړنو پښيماني وښودله او يادونه يې وکړه، چې داعش او طالب دواړه ډلې د پاکستان د ګټو لپاره جګړه مخته وړي.
شستي ګل چې په جابر مشهور دی او اچين او هسکې مېنې ولسواليو کې د داعش ډلې يو ځايي مسئول و، وايي وروسته له هغه چې په دې پوه شو، چې د داعش فعاليتونه د هيواد په زيان دي؛ نو د سولې لار يې خپله کړه.
نوموړی په دغه ډله کې د ټپيانو د انتقال او د ځنګلونو د عوايدو د راټولولو مسئول و، هغه وايي، د داعش جګړه تر ډيره د کانونو او ځنګلونو له عوايدو مخته وړل کېږي.
د وسله والو طالبانو يوځای شوی سرګروپ ورېښمين چې د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وايي د پنځلس کسيز ګروپ قوماندان و؛ خو وروسته له شپږو کلونو په دې وپوهېده، چې دوکه شوی، جګړه يې د جهاد نه بلکې د پاکستان په خاطر کړې ده.
په همدې حال کې ديني عالمان د افغان حکومت پر وړاندې د وسله والو مخالفينو پېل شوې جګړه نا مشروع ګڼي او پر وسله والو غږ کوي، چې له افغان وژنې لاس واخلي.