fbpx

لورلايي کې پاکستاني پوځ د پښتنو لسګونه کورونه ونړول

د پاکستان پوځ د بوريیا لورلايي ښار کې پاکستاني پوځ د پښتنو په کورونو نړولو پیل کړی دی .

پوځ له خلکو غوښتي چې خپل د پېړیو پېړیو زاړه کورونه پرېږدي او نورو سیمو ته کډه شي .

د پوځ یرغل پر لښکر کوټ سیمه ورغلی دی چې شاوخوا درې سوه (۳۰۰) پښتانه کورونه ورکياباد دي .

دا سیمه دپاکستان تر جوړېدو وړاندياباده شوې وه .

د پاکستان پوځ چې همېشه د پښتنو سره ډېر ناوړه چلند کوي وايي چې دا کار یې د امنیت د ساتلو په موخه کړی دی .

دوی ځايي اوسېدونکو ته د بل ځای اوسېدولو بندوبست هم نه لرياو خلکو ته یې ویليديې په (۴۸) ساعته کې دننه دا سیمه خوشيکړي، د ښار په ښوونځیو کې ديواړوي او یادي هم ځانته ځایونه پیدا کړي‌.

د پاکستان د پوځ داناوړه چلند وروسته له هغه پیل شو چې تېره اونۍ په لورلايي کې پر پوځي چاوڼۍ د نوی کال پر لمانځغونډه وسله والو طالبانو زبردست بریدونه وکړل او لسګونه پاکستانيپوځیان یې هلاک کړل .

ځايي پښتنو له سیاسي ګوندونو او مدني فعالانو د مرستو غوښتنه کړې ده .

تر اوسه لا کوم مرستندویه ډله ددغه بېوزله خلکو مرستې ته نه ده رسېدلې .

سیمه ائیز خلک واييچې پاکستانی پوځ چې په سیمه کې د اسرایليپوځ په څېر چلند کوي ، پر دوی دومره ظلم کويچې اسرابل یې له فلسطینیانو سره نه کوي ،خلکو له مدنيفعالانو ددغه غږ د اوجتولو په تړاو مرسته غوښتې ده .

Loading...