fbpx

بلخ کې ۱۳ سیمه ایز پولیس وژل شوي

د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د طالبانو په بریدونو کې ۱۳ سیمه ییز پولیس او پاڅون کوونکي وژل شوي دي. د چارواکو په خبره، دا بریدونه په چهاربولک او دولت اباد ولسوالیو کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو شوي دي.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد وایي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د چهاربولک ولسوالۍ په اورناغه سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوسته برید کړی چې په پایله کې یې ۱۲ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي. د هغه په خبره، په یو بل برید کې چې په دولت اباد ولسوالۍ کې پر پاڅون کوونکو باندې شوی دی، یو پاڅون کوونکی وژل شوی او څو تنه نور سطحي ټپیان دي.

د فرهاد په خبره، د مرستندویه ځواکونو له رسېدو سره سم وسله وال په شا تمبول شوي او اوس وضعیت ارام دی.