fbpx

جان بولتون نن په انقره کې د ترکیې لوړ پوړو چارواکو سره وکتل

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون نن د ترکيې له لوړپوړو چاوراکو سره د روسیې په اړه خبرې وکړې.

جان بولتون په انقره کې د ترکيې د ولسمشر له لوړپوړي سلاکار ابراهيم کالين سره وکتل.

د امریکا د ملي امنیت شورا یوه وياند ګاريت مارکیس په يوه اعلاميه کې ويلي چې دواړو لورو نور مسايل هم په ګوته کړي چې بايد ورباندې خبرې وشي.

اعلاميه همداراز وايي، امریکا تمه لري چې نن د دواړو هېوادونو ترمنځ پر نظامي کچه هم سلا مشورې وشي.

په دې اړه معلومات نه‌دي ورکړل شوي چې ايا بولتون نن د ترکيې له دفاع وزیر او استخباراتو له رئیس سره وکتل که نه؟

خو له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ټاکل شوې غونډه یې نن نه ده شوې او بولټن ته ویل شوي چې اردوغان د انتخاباتو په کمپاین بوخت دی.

بولتون ترکيې ته په داسې حال کې تللی چې په ورته وخت کې د امریکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پامپيو هم سيمې ته سفر کړی.

دا وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ناببره له سوريې د امریکا د دوه زره سرتېرو د ايستلو پرېکړه اعلان کړه.

د ټرمپ دې اعلان امریکايي متحدان حيران پاتې کړل او همداراز يې په نتيجه کې د امریکا دفاع وزير جېمز مټېس استعفا ته اړ شو.

چارواکي وېره لري چې د امریکايي سرتېرو له وتلو سره به سوریه بې‌ثباته شي او کرد ملېشې به قتل عام شي