fbpx

داعش ویلي چې ځانوژونکو یې په سوریه کې څو تنه وژلي

د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش ویلي چې ځانوژونکو یې پرون د سوریې په رقه کې څو تنه وژلي دي.

د دې ښار کنټرول د هغو کُرد ملېشو په لاس کې دی چې امریکا یې ملاتړ کوي.

داعش په یوې خبرپاڼه کې چې په‌دې ډلې پورې تړلې د اعماق خبري اژانس خپره کړې ویلي چې په‌دې حمله کې یې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په خبرپاڼه کې نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي دي.

د سوریې ډموکراتیکو ځواکونو تر اوسه د دغې حملې په اړه څه نه‌دي ويلي.

دغو ځواکونو پر رقه ښار چې د سوریې په شمال ختیځ کې پروت دی، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو هوایي ځواکونو په مرسته ولکه ټینګه کړه.