fbpx

حضرت الله ځاځي په بي پي ایل سیالیو کې یوځل بیا نیمه سلیزه ووهله

د بنګله دېش شپږم پړاو غوره لیګ( BPL ) سیالیو په لړکې نن په پنځمه لوبه کې د حضرت ځاځي اړوند لوبډلې ډاکه ډاینامېټس د کولنا ټېټانز لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووتل چې په دې سیالۍ کې ډاکې لوبډلې د حضرت ځاځي په غوره توپ وهنې سره بریا ترلاسه کړه.

د یادې پنځمې لوبې پچه کولنا ټیټانز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه ډاکه ډاینامېټس لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د( ۶ ) لوبغاړو په سوځېدو سره د (۱۹۳ )منډو هدف کولنا ټیتانز لوبډلې ته وټاکه.

د ډاکه ډاینامېټس لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي تر ټولو ډېرې( ۵۷) منډې جوړې کړې همداراز کیرن پولارډ هم ( ۲۷) منډې ترسره کړې.

د کولنا ټیټانز لوبډلې لپاره په توپ اچونه ګې ډیویډ ویسا او پاول سټرلېنګ دوه دوه لوبغاړي له مخې پورته کړ همدا راز افغان لوبغاړي ظاهر خان  پکتین بیا کوم لوبغاړی ونه سوځوه.

یاد هدف کولنا ټیټانز لوبډلې ترلاسه نکړ او ټوله لوبډله یې د( ۱۳) اورونو  په لوبولو سره په( ۸۷) منډو وسوځېده او یاده  سیالي یې پر( ۱۰۵ )منډو باندې ډاکې لوبډلې ته وبایلله.

په یاده لوبه کې د کولنا ټیټانز لپاره په توپ وهنه کې جنید صدیقي( ۳۱) منډې او د دې ترڅنګ عارف الحق هم( ۱۹ ) منډې تر نورو ډېرې جوړې کړې.

د ډاکه ډینامېټس لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې سونیل نارین دوه لوبغاړي همدارنګه شکیب الحسن بیا درې لوبغاړي وسوځول.

یاده سیالي د حضرت ځاځي اړوند ډاکې لوبډلې په د (۱۰۵)  منډو په توپیر وګټله د دې سیالۍ غوره لوبغاړی بیا هم افغان لوبغاړی حضرت الله ځاځی وتاکل شو

د یادونې وړده چې له دې وړاندې هم حضرت الله ځاځي په لومړۍ سیالۍ کې نیمه سلیزه وهلې وه او د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی و.