fbpx

له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې ممکن وشي

امریکایي ورځپاڼه وال سټریټ ژورنال وایي، له افغانستانه به په بېړه د امریکایي ځواکونو وتل ځمکنۍ ستراتیژي بدله کړي.یادې ورځپاڼې د یو افغان چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی په ډاګه کړی ویلي، په بېړه به له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل یو ځل بیا دا هېواد د وسله والو ډلو په امن ځای بدل کړي.

د سرچینې په وینا افغان حکومتي چارواکي هیله من دي چې دا کال به په افغانستان کې د سولې کال وي، که څه هم اوس طالبان له افغان حکومت سره د سولې له مخامخ خبرو انکار کوي خو ډېر ژر به دغه ستونزه هواره شي.

 یادې ورځپاڼې د امریکایي کارپوهانو له قوله دغه راز ویلي، لومړی خو اوس له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل مناسب نه دي خو که چېرته دا هېواد خپل ځواکونه له افغانستانه باسي نو باید له ایران او پاکستانه د افغانستان د ثبات ضمانتونه واخلي او دا هېوادونه باید ټولو ښکېلو لوریو ته دا په ډاګه کړي چې سوله ییز او غښتلی افغانستان د ټولو په ګټه دی.

 دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په وار وار له افغان حکومت سره له خبرو انکار کړی دی.