fbpx

اجرایه ریاست: د خلیل زاد سفرونو د تل پاتې سولې هیلې ډېرې کړي

اجرایه ریاست وایي، د افغانستان د سولې بهیر له لوړو ژورو سره مل اوږده پروسه ده، خو ټینګار کوي چې روانو هڅو له بل هر وخته ډېر سولې ته د رسېدو خوشبیني ډېره کړې ده. د یاد ریاست ویاند فریدون خوځون وویل، په دغه پروسه کې د هر ډول پرېکړې حق یوازي افغانان لري او بل هېواد په هیڅ صورت د افغانستان ځای نه شي نیولی.

 هغه ویلي، په دې موخه د سیمې هېوادونو ته د خلیلزاد سفرونو په هېواد کې یوې تلپاتې سولې ته هیلې ډېرې کړې دي او دوی هیله من دي چې د خلیلزاد سفرونه به ښې پایلې ولري. خوځون دغه راز وویل، که طالبان رښتیا هم غواړي د سولې روانې هڅې بریالۍ او له جنګه لاس واخلي، باید له شرط پرته له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د افغان سولې په اړه  د څو هېوادونو له خوا د هڅو خبره کېږي.