fbpx

عزيزالله فضلي د کرکټ د پرمختګ په موخه زابل ته سفر وکړ

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عزيزالله فضلي زابل ولايت ته د کرکټ د پرمختګ او د ستونزو د هواري په موخه سفر وکړ، چې په دغه ولايت کې يې د کرکټ اړوند پرمختګونه وڅارل او له لوبغاړو سره په ليدنه کې يې د هغوى ستونزې واورېدې.

ښاغلى فضلي په افغانستان کې د کرکټ د پرمختګ او په ولايتونو کې د ستونزو د هواري په موخه بېلا بېلو ولايتونو ته سفر کوي، چې په دغه موخه يې نن زابل ولايت ته سفر وکړ.

په دغه سفر کې ښاغلي فضلي په زابل کې د نوي جوړېدونکي لوبغالي څخه هم ليدنه وکړه.

په زابل کې چارواکو، مشرانو، مدني فعالانو، ځوانانو او لوبغاړو د عزيز الله فضلي تود هرکلى وکړ او د زابل والي رحمت الله يارمل ورته ښه راغلاست ووايه او وې ويل چې د کرکټ بورډ لاسته راوړنې او د ملي لوبډلې برياوې د ستايلو دي. نوموړي همدا راز وويل چې يوازې د کرکټ لوبه ده چې افغانانو ته يې خوښۍ وربخښلي او د ټول ملت لپاره د وياړ وسيله ګرځېدلې.

هغه همدا راز دا غوښتنه هم وکړه، چې په زابل ولايت کې نوى جوړېدونکى لوبغالى دې نور هم پراخ شي او د دې تر څنګ دې يوه مجهزه اکاډمۍ هم جوړه کړل شي.

د کرکټ بورډ چيرمېن د زابل ولايت له ولس مننه وکړه او وې ويل چې ياد ولايت ته د سفر موخه يې همدا ده، چې په دغه ولايت کې د کرکټ اړوند چارو، ستونزو او اړتياوو ارزونه وکړي، تر څو ورته حللارې ولټوي او د کرکټ بورډ په راتلونکي پلان کې يې ځاى پر ځاي کړي. ښاغلي فضلي د زابل ولايت د ولس غوښتنو ته په پام سره وويل، چې د کرکټ بورډ امکاناتو ته په کتو به يادو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په زابل ولايت کې به د کرکټ بورډ پرمختيايي چارې نورې هم چټکې شي.

په اخر کې د زابل ولس او مشرانو د کرکټ بورډ چيرمېن ته د درناوي په پار پګړۍ ورپه سر کړه، د زابل والي نوموړي ته يوه دوديزه چپنه هم ډالۍ کړه او همدا راز د ولايت مدني ټولنې غړو او ځوانانو په ستاينليک ونازاوه.

د زابل ولس وايي، چې د کرکټ بورډ چيرمېن په دغسې حالت کې زابل ولايت ته د کرکټ د پرمختګ په اړه سفر بريالى و او دوى د کرکټ بورډ چيرمېن څخه مننه کوي، چې زابل ولايت ته يې ځانګړې پاملرنه وکړه او د کرکټ اړوند ستونزې يې واورې او د حل ژمنه يې وکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عزيزالله فضلي پرله پسې ولايتونو ته سفرونه کوي، تر څو په ولايتونو کې د کرکټ پر وړاندې پرتې ستونزې حل کړي او پرمختګ ورته ورکړل شي، ځکه که په ولايتونو کې کرکټ پرمختګ وکړي، نو په افغانستان کې به هم کرکټ پرمختګ وکړي.