fbpx

طالبانو یو افغان خبریال غرغره کړ

وسله والو طالبانو د افغانستان په لودیځ ولایت کې یو خبریال اعدام کړی دی.

دبي پولو خبریالانو نړیوالي ټولني په دغه پیښه شدیده خواشیني ښولي ده.

یاد خبریال جاوید نوري نومیده چې په فراه ولایت کې یې د نشهت په نامه راډیو کې د دوو خپرونو مشري ور په غاړه وه.

د بي پولو خبریالانو ټولني په یوه بیان کې ویلي چې ۲۷ کلن نوري کله چې فراه ولایت ته په یوه بس کې پر لاره وو د خلکو له مینځه د طالبانو له لوری را کوز کړل شوی او د سرک پر سر د خلکو پر وړاندي وژل شوی دی.

نوموړي د نشهت په راډيو کې د زرغونې روان شناسۍ په نامه یوه له دوو خپرونو چلوله چې خلکو ته به یي رواني  ټولنیزي مشوري ور کولي.

د بي پولو خبریالانو د ټولني د اسیا د برخي مشر رضا معیني ویلي چې طالبانو دا کار پر داسي وخت کړی چې د افغانستان د سولي په باب خبري رواني دي.

هغه له نړیوالي ټولني غوښتي چې  د سولي د خبرو لپآره باید یو شرط دا وړاندي کړي چې مخالف لوری باید د بشر حقونو او خبریالانو ته سخت درناوی وکړي.

دا په ۲۰۱۹ کال کې لومړی افغان ښاري خبریال دی چې افغانستان کې وژل کیږي.

افغانستان د نړۍ په کچه د خبریالانو لپاره یو خطرناک هیواد  دی.

د خبریالانو د خوندي توب له اړخه تیر کال افغانستان د ۱۸۰ هیوادونو تر منځ ۱۱۸ ځای خپل کړی وو.

په ټولیزه توګه ۱۵ خبریالان تیر کال په افغانستان کې وژل شوي ول.

میرویس جلالزی