fbpx

د سعودي عربستان ولیعهد پاکستان ته د ورتګ راپورونه

پاکستان ته د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د ورتګ راپورونه ورکړل شوي. پاکستانۍ رسنیو ویلي شهزاده سلمان به له ۱۵ میلیارد ډالره ژمنې سره پاکستان ته سفر وکړي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د سعودي عربستان د یوې خبري سرچینې له قوله لیکي، چې سلمان به د خپل سفر په ترڅ کې د تېلو د چاڼ زېرمو په برخه کې د ملیاردونو ډالرو پانګونې تړونونه لاسلیک کړي.

دغه ورځپاڼه وايي، د پاکستان او سعودي د اقتصادي پلاو تر منځ په ګوادر بندر کې د تېلو د چاڼ خونو پر جوړېدو له وړاندې خبرې شوې او پای ته رسېدلې دي.

سرچینه زیاتوي، د سعودي اقتصادي پلاوی چې مشري یې محمد بن سلمان کوي، په راتلونکې فبروری میاشت کې به پاکستان ته سفر وکړي او له بېلابېلو چارواکو سره به وګوري.

د پاکستان د فدرالي دولت سلاکار وزیر هارون شریف ډان ورځپاڼه ویلي، په ګوادر بندر کې د تېلو د چاڼ خونو پر جوړېدو څه موده وړاندې د سعودي د ۱۵ کسیزه اقتصادي پلاوي او پاکستان تر منځ خبرې وروستۍ شوې دي.

هغه زیاته کړې، چې د تیلو د چاڼ خونو تړون له آرامکو شرکت سره وروستۍ شوی او تړون به یې په یوه مناسب وخت کې لاسلیک شي.