fbpx

کم اعتبار لرونکي پاسپورټونه د افغانستان او عراق بلل شوي

د افغانستان او عراق پاسپورټونه یو وار بیا د سفر په برخه کې د نړۍ د کم اعتبار لرونکي پاسپورټونه بلل شوي دي.
د هغه جدول پر بنسټ چې د هیلني «Henley» په نوم موسسې د هوايي ټرانسپورټ د نړیوال انجمن «IATA» په همکارۍ خپور کړی د جاپان پاسپورټ په نړۍ کې د تر ټولو زیات اعتبار لرونکی بلل شوی دی.
جاپانیان د خپل هېواد په پاسپورټ کولی شي د نړۍ ۱۹۰ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.
سینګاپور او جنوبي کوریا د دې جدول په دوهم ځای کې دي د دې هېوادونو د پاسپورټونو لرونکي د نړۍ ۱۸۹ هېوادونو د سفر لپاره د ویزې اړتیا نه‎لري.
د افغانستان او عراق په پاسپورټونو چې د دې جدول په وروستۍ برخه کې دي، یوازې ۳۰ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر ممکن دی او یا د رسېدو پر مهال ویزه ورکول کېږي.
دا هېوادونه زیاتره د افریقا بې وزلي هېوادونه دي او یا هم د سمندرونو په منځ کې لېرې پراته ټاپوګان دي چې له هېچا د ورتلو په برخه کې ویزه نه غواړي.