fbpx

زلمی خلیلزاد د افغان سولې په تړاو ۱۸ ورځنۍ سفر پیل کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د افغان سولې په تړاو د سیمې هېوادونو ته سفرونه پیل کړل.
دا ځل به د خلیلزاد سفر ۱۸  ورځې وي، خو دا ځل به د سیمې پر ځینو هېوادونو وګرځي او وروسته به کابل ته ولاړ شي.
نوموړي دغه سفر له هند څخه پیل کړی او ټاکل شوې له هندي چارواکو سره پر افغان سوله مفصلې خبرې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي خلیلزاد به لومړی نوي ډهلي، بېجنګ، اسلام آباد او وروسته به کابل ته ولاړ شي او د یادو هېوادونو له چارواکو سره به خبرې وکړي.
خلیلزاد د افغان سولې په تړاو پر داسې مهال بیا سفر پیلوي، چې ټاکل شوې وه نن چهارشنبې امریکايي چارواکي او طالب استازي قطر کې سره کېنې.