fbpx

داوودزی د پاکستان له ځينو سیاسي او مذهبي مشرانو سره کتلي

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد عمر د پاکستان له ځينو سیاسي او مذهبي مشرانو سره یې کتلي دي.

ښاغلي داوودزی پرون اسلام آباد ته ولاړ او لومړی یې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د یو مذهبي ګوند جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن سره لیدلي.

نوموړي له دغه پاکستاني سیاسي او مذهبي مشرانو سره د سولې بهیر پر چټکتیا او د دوه اړخیزو روابطو په ټینګښت خبرې کړې دي.

دغه راز دواړو لورو د افغانستان او پاکستان د علماوو د ګدې غوندې جوړېدو په اړه هم بحث کړی او قریشي د سولې په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه ورکړې ده.

په ورته وخت کې جمعیت علمای اسلام ګوند ویلي مولانا فضل الرحمن سره په لینده کې پر افغان سوله خبرې شوې او افغان پلاوي د ولسمشر غني پیغام راوړی وو.