fbpx

د امریکا نړیواله پراختیايي اداره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي

د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې چارواکي وايي، په بېلا بېلو برخو کې به له افغانستان سره خپرو همکاریو او مرستو ته دوام ورکړي.

د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې له سرپرست سره لیدلي دي.

د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې پر بېلا بېلو موضوعاتو او له افغانستان سره د یادې ادارې پر همکاریو بحث وشو.

سرچینه وايي، دانش په خپلو خبرو کې د ترهګرو ډلو شتون د افغانستان او امریکا ولسونو ته ګډ ګواښ وباله او ویې ویل، چې له دې ګواښ سره مبارزه د کابل او واشنګټن د دوه اړخیزو همکاریو په رڼا کې ممکنه ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په ورته وخت کې  د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې سرپرست هم په هر اړخیزه توګه د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

هغه ویلي چې دا اداره د برېښنا انرژۍ، بهر ته د افغانستان د تولیدي محصولاتو د لیږد، د بنسټونو د پراختیا، د ټاکنو پروسې، د روغتیا، پوهنې، کرنې په برخو کې د ګټورو خدمتونو برابرولو او د ښاري میثاق د پروګرام تمویل په شان د سترو انکشافي پروژو په تطبیق کې په روان میلادي کال کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.