fbpx

په هوايي برید کې ۱۴ وسله وال وژل شوي

ملي دفاع وزارت په اروزګان ولایت کې د افغان ځواکونو په یوه هوايي برید کې د ۱۴ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی

 ملي دفاع وزارت څخه په خبرپاڼه کې راغلي دغه برید د مرکز ترینکوټ په اړوند سیمه کې د طالبانو پر پټنځای شوی دی

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې هوايي برید کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي، یو پټنځای او دوه عرادې موټر سایکلونه یې له منځه وړل شوي دي

بلخوا دفاع وزارت د بادغیس ولایت په بالامرغاب او مقر ولسوالیو کې هم د څلورو طالبانو د وژل کېدو او درې نورو د ټپي کېدو پخلی کړی دی

دغه راز وايي، د کونړ ولایت په پېچ دره ولسوالۍ کې هم د یوه هوايي برید پر مهال درې وسله وال وژل شوي دي

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي